BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکا پر څلورو هغو کمپنیو بندیزونه لګولي چې پاکستان ته یې د "کروز توغندیو وسایل برابرول"
امریکا متحده ایالاتو د چین پر درېیو او د بېلاروس پر یوه کمپنۍ د پاکستان کروز مزایلو ته د ځينو وسایلو او سهولتونو برابرولو په تور نوي بندیزونه اعلان کړي دي. د دغو اعلان په غبرګون پاکستان ویلي امریکا پخوا هم د ورته بندیزونو اعلان وروسته دوی ته کوم کره داسې شواهد نه دي ورکړي چې د دوی ادعا پر ځای ثابته کړي.
د خیبر پښتونخوا وروستیو بارانونو کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ته رسېدلی
د خیبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د نورو ایالتونو په شان پښتونخوا کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي. ددې ایالت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، سېلابونو د صوبې په بېلابېلو برخو کې د ۲۵ ماشومانو او نهو مېرمنو په ګډون له ۴۰ ډېر کسان وژلي او ۶۰ نور ټپیان شوي. سربېره پر دې سېلابونو یو شمېر کورونه او کروندې هم زیانمنې کړې دي.
ایران او اسرائیلو کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې
د ایران له خوا د جمعې په ورځ پردې هېواد د اسرائیل د ډرون احتمالي برید ته غلی غبرګون داسې هیلې رامنځته کړي، چې د دغو دوو غلیمانو ترمنځ به ترینګلتیا کنټرول شي. د ایران د اصفهان پر ښار تر برید سملاسي وروسته، د تاوتریخوالي د کمېدو غږونه وشول. د ملګرو ملتونوعمومي منشي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ډېرو نورو هېوادونو پر دواړو لورو د زغم غږ وکړ.
بوټسوانا ولې جرمني ته د شل زره فیلانو د لېږلو ګواښ کړی؟
د بوټسوانا ولسمشر ګواښ کړی چې د فیلانو د ساتنې پر سر شخړه کې به جرمني ته شل زره فیلان ولېږي. د دې کال په پیل کې، د جرمني د چاپېریال وزارت وړاندیز وکړ چې د ښکار حیواناتو څخه د ډالیو په ډول په واردولو کې باید سخت محدودیتونه موجود ولګول شي.
ځانګړي مطالب
هغه اروپايي هېوادونه چې ځوانان یې تر ټولو ډېر خوشاله دي
د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې سږ کال د چک جمهوریت، لیتوانیا او رومانیا هغه هېوادونه دي، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.
فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: 'پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې'
په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځ په مناسبت يوه پیغام کې ویلي پښتو څلورمه رسمي ژبه وه، چې په فضا کې ویل شوې ده. یوناما جمعه (د اپریل ۱۲مه) پر خپل فېسبوک او اېکس خواله رسنیو لیکلي چې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې میر فضايي مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې. پښتو په دې توګه څلورمه رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل کېده. ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.
د اسرائیل او حماس جګړه کوم ځای ته رسېدلې ده؟
نږدې شپږ میاشتې کېږي، چې د تېر اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو له غزې څخه د اسرائیلو خاورې ته ننوتل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او سلګونه یې یرغمل کړل. د حماس دې کړنې په ځواب کې اسرائیلو ژمنه وکړه، چې "حماس به له منځه یووسي" ترڅو هیڅ ګواښ نه وي، او ټول یرغمل شوي کسان به کورونه ته راستنوي. له دې سره پیل شوې وحشتناکې جګړې تر دې دمه ۳۳ زره فلسطینیان وژلي او د غزې لویه برخه ویجاړه شوې ده چې یادې شمېرې د حماس د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې دي.
له میندوارۍ وروسته ښځې څه ډول رواني حالت سره مخ کېږي او درملنه یې څه ده؟
"په ماشوم ناروغه شوم، سخت دردونه راباندې راغلل او روغتون ته یې بوتلم، روغتون کې مې چې د نورو میندوارو ښځو زږېروي او چیغې واورېدې ډېره وډاره شوم. له وارخطايۍ مې دردونه ورک شول او خولې راباندې راماتې شوې."
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۱ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۰ اپریل ۲۰۲۴, ۳۰،۰۰ موده
له بي بي سي دا خپرونه اورئ
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۰ اپریل ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۰ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.