BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکا د حماس د یوه جګپوړي مشر مروان عیسی مړینه تایید کړه
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، د حماس یو جګپوړی مشر مروان عیسی د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی. ښاغلی عیسی د حماس د پوځ د مرستیال په توګه د دغې ډلې تر ټولو لوړ پوړی مشر دی، چې د تېر اکتوبر اوومه د جګړې له پیل راهیسې وژل کېږي. فلسطیني ډلې، چې غزه کنټرولوي، په رسمي ډول د هغه د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.
امریکا پر طالبانو او پاکستان د خبرو له لارې د توپیرونو د لرې کولو غږ کړی
د افغانستان پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د بمبارۍ په تعقیب پر ځینو پاکستاني پوځي بنسټونو د طالبانو له بریدونو وروسته په لومړي غبرګون کې د امریکا متحده ایالتونو د 'زغم' غوښتنه کړې ده. امریکا وايي، پاکستان کې د اورپکو له لوري بریدونو کې د خلکو پر وژل کېدو او په افغانستان کې د بمباریو پرمهال د ولسي خلکو پر وژل کېدو 'ژوره' خواشیني ښيي.
افغان محمد سید په نیو مکسیکو کې د کمین په بڼه په ډزو محکوم شو
یو افغان کډوال دوه کاله وړاندې د امریکا په نیو مکسیکو ایالت کې پر مسلمانانو د ډزو له درېیو د کمین په بڼه وژونکو بریدونو په یوه کې د قتل په تور محکوم شوی دی.
یوه قرغیزي شرکت د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د کان کیندنې یوه قرغیزستاني شرکت "الاټای" په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې ده. د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د یاد شرکت له مشر سره په لیدنه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې له امنیت سره ټولو بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
کومې مهمې پېښې د الاقصی جومات انګړ کې د تاوتریخوالي لامل شوې؟
اسرائیل د اکتوبر په اومه د حماس له برید وروسته د الاقصی جومات انګړ ته د مسلمانو عبادت کوونکو په ننوتلو محدودیت ولګاوه. دا محدودیت په ځانګړې توګه هره اونۍ د جمعې د لمانځه پرمهال دی، یوازې لویانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د جومات انګړ ته ننوځي او لمونځ وکړي، په داسې حال کې د زاړه ښار له دېوالونو بهر د ښار سړکونه د ځوانو لمونځ کوونکو له کتارونو ډک وو.
طالبان وايي د هوايي بریدونو غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفیر "احضار" کړی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له خوا یې پکتیکا او خوست ولایتونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست احضار کړی او احتجاجلیک یې ورته سپارلی دی. د راپورونو پر بنسټ د دوشنې په سهار وختي د پاکستان کشفي او جنګي جیټ الوتکو د افغانستان د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې بمبارۍ کړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، اته ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
کرېکټ؛ افغانستان درېیمه شل اوریزه لوبه کې ایرلند ته په ۵۷ منډو ماته ورکړه
د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه روانه ده. د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان ګټلې او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې ده. د افغانستان لوبدله کې ننۍ لوبې لپاره د تېرو دوو سیالیو پرتله کوم بدلون نه دی راغلي.
زما مور په شمالي کوریا کې "تر ټولو مشهوره سندرغاړې" ده
وروسته له هغه چې د موسیقۍ ډلې (ترانه ویسل) د دواړو کوریاو د فرهنګي ادغام مرکز په غونډه کې د شمالي کوریا مشهوره سندره سئول کې وبلله سلګونه کسانو په ډېر شور او شوق سره د دې سندرې هر کلی وکړ. شمالي کوریا ډیری خلک له یادې مشهورې سندرې سره بلد دي لي جي ان دا سندره هغې اته کسیزې ډلې ته جوړه کړې چې تېر کال رامنځ ته شوې.
هند کې پر بهرنیو زده کوونکو د برید په تور ۵ کسان نیول شوي
په هند کې پولیسو پنځه تنه وروسته له هغه نیولي دي، چې د ګجرات پوهنتون په یوه لیلیه کې پر یو شمېر بهرنیو زده کوونکو د روژې د لمانځه پر مهال برید وشو. چارواکي وايي، د هند په لوېدیځ کې د لمانځه د ځای پر سر له کرکې ډکې دعوې پر وهلو ډبولو واوښتې. پولیس وايي، د پنځو ټپي شویو زده کوونکو درملنه شوې ده.
ځانګړي مطالب
ویډیو, د غزې شمال روغتون کې د خوارځواکۍ له کبله ماشومان مريموده, 2,47
په داسې حال کې چې د شمالي غزې کمال عدوان روغتون کې ډاکټران د هغو ماشومانو د ژوند ژغورلو هڅه کوي چې خوارځواکي شوي او روغتون کې له لوږې ژاړي. د بي بي سي عربي برخې تایید کړې چې ځینې ماشومان د خوړو او اوبو د نشتوالي له کبله مړه شوي؛ ځکه چې د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته لږ مرستې رسېدلې دي.
د خورما پنځه ګټې؛ خو ایا ټولو ته ښه ده؟
په دې ورځو کې یو شی چې ډېر خلک په خپلو کورونو او بهر بازار کې ورسره مخامخېږي، خورما یا کجوره ده. دا ځکه چې خورما د مسلمانانو د روژه ماتي مهم خواړه دي. ایا تاسې هم نن خپله روژه په خورما ماته کړه؟ ــ له ګټو یې هم خبر یاست؟ نو دلته پرې غږېږو. د خورما د ونې دا خوږه مېوه لومړی یوازې په منځني ختیځ پورې محدوده وه خو اوس د اسیا، امریکا، مکسیکو او د مدیترانې سمندرګي په هېوادونو کې هم کېږي.
کارل مارکس څوک و او څه وړاندوینې یې کړې؟
''د مارچ پر ۱۴مه ماسپښین پنځلس کم درې بجې د نړۍ یوه خورا ستر ذهن فکر کول پرېښودل'' دا په خپل وخت کې د نړۍ د یوه خورا مهم مفکر فریډریش اینګلز خبره ده، چې د ۱۸۸۳ کال د مارچ پر ۱۴مه یې د خپل دوست او همفکره ملګري کارل مارکس پر مړینه وکړه. کارل مارکس څوک و او څه ډول فکرونه یې درلودل؟ ولې یې له مړینې ۱۴۱ کاله وروسته هم د مخالفت او تائید په هکله بحثونه کېږي؟ په دې لیکنه کې ورته لنډه کتنه شوې.
روژه کې څنګه سم خواړه وخورو چې روغ او تکړه پاتې شو؟
روژه راورسېدله. د اسلام درېيمه بنا او سپېڅلې میاشت چې د نړۍ مسلمانان ورته هر کال په همدغو شپو ورځو کې سترګې په لار وي. ډېر خلک نه پوهېږي، څه وکړي چې په دې میاشت کې خپل بدن او ذهن روغ وساتي.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۹ مارچ ۲۰۲۴, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, ځانگړې مرکه او عيني شاهد خپرونه , ۱۲:۰۰, ۱۹ مارچ ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۱۹ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۱۹ مارچ ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
تازه خبرونه واورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.